کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدو وزارت له لوري نن (د عامه اذهانو فکري سمون) تر سرليک لاندې ادبي او فرهنګي غونډه جوړه شوې، چې په کې د ياد وزارت په ګډون يو شمېر حکومتي مسوولينو، اديبانو، مجاهدينو او مبارزينو ګډون کړی وو.
د ياد وزارت د پاليسۍ او مسلکي معين محمد فقير محمدي په دغه غونډه کې وويل چې عام خلک دې د امر بالمعروف وزارت له محتسبينو سره د منکراتو د مخنیوي په موخه همکاري وکړي.
فقيري همدارنګه وويل چې امريکا او ملګرو شل کاله په افغانستان کې په بشپړ ډول د بشر حقوق تر پښو لاندې کړي وو، خو اوس د بشري حقونو د نه مراعاتولو په پلمه د اسلامي امارت په چارواکو بنديزونه لګوي.
د ازموينو ملي ادارې رئيس شيخ عبدالباقي حقاني په ياده غونډه کې وويل چې افغانانو د اوسني نظام د ټينګښت په موخه ۴۰ کاله قربانۍ ورکړې او د پایښت په موخه يې تر دې ډېرو قربانيو ته چمتو دي.
حقاني زياته کړه، چې په افغاني ټولنه کې د علمي کچې د ټيټوالي او عامه پوهاي د کمښت له کبله ډيری ځوانان وخت پر وخت د خپل اصيل کلتور او ديني ارزښتونو پر ځای د پرديو فرهنګي او کفري کړيو د دامونو په لومو کې بندېږي او د خپل ولس پر وړاندې درېږي.
په ورته وخت کې ديني عالم عبدالرحمن اخندزاده په دغه غونډه کې وويل چې د امر بالمعروف وزارت باید د فکري اذهانو د جوړولو په موخه لا ډيرې هڅې وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه وزارت له لوري استخدامېدونکي داعيان او محتسبين بايد د دعوت له اصولو څخه په ښه توګه خبر وي او په دې برخه کې له افراط او تفريط څخه ډډه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د غونډې ګډونوالو په يوه خوله د اسلامي امارت په چارواکو په ځانګړي ډول د امر بالمعروف وزارت په سرپرست لګول شوي بندیزونه وغندل او له اسلامي امارت څخه يې ملاتړ اعلان کړ.