فرهنګ

په لوګرکې لرغوني آثار راټولېږي

 کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست موزيم ته د لرغونو لوښو، لاسي صنايعو او تاريخي او فرهنګي آثارو د راټولولو بهير دوام لري.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د لوګر په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې يو ابتدايي موزيم شته چې په کې څه دپاسه ١٠٠ قلمه لرغونې لوښې او لاسي صنايع دي چې خلکو دغه موزيم ته سپارلي دي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالرحمن تسل وايي چې د عينکو د مسو کان په ګډون د لرغونو ساحو شتون او نور ګران بيه آثار د دې ښکارندوى دى چې لوګر له  هغو ولايتونو څخه دى چې دفرهنګ او تمدن او د لوګر د لرغونو او تاريخي آثارو د لرلو په برخه کې په لوړو پوړيوکې دى.
تسل زياته کړه چې د لوګر د موزيم مسوولين دغه آثار په مسلکي ډول ساتي او په رسمي وخت کې موزيم د کتوونکو پرمخ پرانيستى دى.
هغه د لوګر له خلکو څخه وغوښتل چې د تاريخي هويت او د فرهنګي ميراثونو د تثبيت لپاره خپل لرغوني آثار او لاسي صنايع دغه موزيم ته وسپاري.
له بله پلوه د لوګر خلکو هم د اصيل افغاني او اسلامي فرهنګ د ساتنې  او د تاريخي آثارو د ساتنې په موخه او ددغه موزيم د بډاينې لپاره د اطلاعاتو اوفرهنګ  له رياست سره دهمکارۍ ژمنه کړې ده.
هغه زياته کړه چې اوس د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د يوسيمه ييز موزيم د ودانۍ د جوړولو کار هم دوام لري.
تسل زياته کړه چې د يو ملت تاريخ هغه وخت ژوند ساتل کېږي چې راتلوونکو نسلونو ته تاريخي آثار او فرهنګي ميراثونه پرېږدي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته