ټولنه

په جلال آباد ښار کی ددریو هوایی پلونو دجوړلوکار پیل

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٨ :
په جلال اباد ښار کې د دريو هوایي پلونو د جوړولو چارې پیل شوې.
دننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د سرې میاشتې په هلو ځلو له ولسونو څخه په را ټولو شوو ۳ میلیونه درې سوه زرو افغانیو د ولسونو د آسانتياو په موخه د درېو هوایي پلونو د جوړولو چارې پیل شوې.
په دغو مراسمو کې  د سرې میاشتې رئیس ننګیالي یوسفزي، جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان، په ننګرهار ولایت کې د قومونو د همغږۍ او یوالې شورا مشر لعل اغا کاکړ او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، دغه پلونه د سرې میاشتې ادارې له خوا  د درې میلیونه درې سوه زره افغانیو په مالي لګښت د درې میاشتو په موده کې جوړیږي.
ده  زیاته کړه، دغه پلونه د جلال اباد ښار په بزازۍ کوڅې، د پوهنتون روغتون  او نصرت لیسې ته  څيرمه جوړیږي، چې په جوړیدو سره به یې د پليو کسانو ته د تګ راتګ آسانتياوې برابرې شي.
دى وايي خوښ دی، چې په جلال اباد ښار کې د سرې میاشتې په هلو ځلو له ولسونو څخه په را ټولو شوو پيسو  بېرته همدې ولسونو ته د آسانتياو د برابرولو په موخه هوایي پلونه جوړیږي.
ښاغلي منګل د سرې میاشتې د رضاکارانو د هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ جوړونکي شرکت مسؤلینو ته د چارو د ښه ترسره کېدو سپارښتنه وکړه.
د سرې میاشتې رئیس ننګیالي یوسفزي وویل، چې په ننګرهار کې د سرې میاشتې رضاکارانو په ټولو چارو کې نوښتونه ترسره کړي او د همدغو نوښتونو په ترڅ کې يې ددغو  پلونو د جوړولو چارې پیل کړې.
ده زیاته کړه، ډیر ژر به یو شمېر نورې ټولنیزې پروژې هم په دې ښار کې  ولسونو ته د آسانتياو د برابرولو په موخه ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته