امنیت

د افغانستان په ختيځ کې دماين دچاودنې له امله اووه تنه ماشومان ووژل شول

کابل باختر د لړم ٢٨مه :
د افغانستان په ختيځ پکتيکا ولايت کې دماين دچاودنې له امله څه ناڅه اووه تنه ماشومان ووژل شول .
په دې چاودنه کې چې پرون ناوخته ترسره شوه؛ درې تنه نور ماشومان ټپيان شوي دي .
  پيښه د خيرکوټ ولسوالۍ په ميلزو سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې ماشومان په خپل ماشومانه لوبې بوخت وو.
  دپکتيکا د والي ويندوى مخلص افغان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې اووه تنه ماشومان وژل شوي او درې تنه نور يې ټپيان شوي دي .
دافغان  دڅرګندونو له مخې: ماشومان د لوبې په وخت کې په دغه ښخ کړى شوي ماين وختل او مرګ ژوبله ورته واوښته .
په همدې حال کې په پکتيکا ولايت کې د درملنې په يو مرکزکې ډاکترانو د دغې چاودنې د يو ټپي روغتيايي حالت خراب وباله .
دپکتيکا د والي ويندوى وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول بولي او وايي چې امنيتي مامورينو د دغې پيښې دعاملينو د نيولو او پيژندلو لپاره پلټنې پيل کړې دي .
په همدې حال کې جمهور رييس کرزي د دغې پيښې عاملين چې د ماشومانو د وژنې سبب شوي؛ په ډيرو سختو الفاظو سره غندلي دي .
په افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره په ګڼ ميشتو لارو د ماينونو اوبمونو په ښخولو لاس پورې کوي. هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي قرباني کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته