امنیت

يو زده کوونکى ووژل شو

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٣٠
وسله والو طالبانو په کاپيسا ولايت کې دښوونځي يو زده کوونکى وواژه.
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ داوپراسيون آمر سمونمل امان الله دباختر آژانس خبريال ته وويل :دعبدالاحد روحاني د مدرسې زده کوونکى اوولس کلن برکت الله يوه اوونۍ مخکې دکوهستان دلومړۍ برخې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دښوونځي په تګلوري کې دوسله والو طالبانو له خوا تښتول شوى و .
يوه اړونده خبرځاى وويل :ددغه زده کوونکي مړى پرون د کاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ د هدزايو په سيمه کې دپوليسو لاس ته ورغى .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: ددغې پيښې علت تراوسه پورې نه دى روښانه شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته