امنیت

په غزني کې دوسله والو کسانو له خوا ديوه تعويض ليکوونکي وژل کيدل.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢١
ناپيژندل شويو وسله والو کسانو په غزني ولايت کې يو تعويض ليکونکى  په  ډزو سره وواژه .
په عبدالله نن سهار کله چې دغزني ښار په ناني سيمه کې له خپل کور څخه دکان ته روان و دوسله والو کسانو له خوا بريد وشو او وژل شو .
عيني شاهدان وايي چې په موټر سايکل سپاره يرغلګرو په دغه تعويض ليکوونکي له ډزو وروسته له سيمې څخه  وتښتيدل.
دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر اسدالله انصافي دباختر آژانس دخبريال ته وويل :   په دغه تعويض ليکوونکي هغه وخت ديرغلګرو له خوا بريد وشو او  ووژل شو چې خپل کار  ته روان و .
انصافي په دې پيښه کې د طالبانو لاس لرل رد کړل  او ويې ويل چې شخصي دښمنۍ ښايي ددغه تعويض ليکوونکي د ترور اصلي انګيزه  دي.
په همدې حال کې ددغه سړي کورنۍ وايي چې ده له هيچا سره دښمنۍ نه  لرله.
دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر وايي چې  ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته