امنیت

د چاوديدونکو توکو د ليږدونې مخه ونيول شوه

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٥
کابل ته د زياتې اندازې چاوديدونکو توکو د ليږدونې مخه ونيول شوه.
دغه چاوديدونکي توکي له پاکستان څخه لوګر ته او له دې لارې ټاکل شوې وه پايتخت ته وليږدول شي چې په پل علم ښارکې کشف او ترلاسه شول .
د لوګر ولايت د ملي امنيت يوه خبرځاى باختر آژانس ته وويل: ترلاسه شوي چاوديدونکي توکي ١٥٠٠ کيلو ګرامه دي .
د رپوټونو له مخې: دغه چاوديدونکي توکي په يو باروړونکى موټرکې تر شګو لاندې ځاى پرځاى شوي و .
د لوګر ولايت د ملي امنيت رياست د دغو نشه يي توکو د ليږدونې په اړوند دوه تنه نيولي دي.
تېره اوونۍ هم يو زرو پنځه سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي په لوګر ولايت کې کشف شوي و .
طالبان له چاوديدونکو توکو څخه د ماينونو، بمونو او ځانمرګو واسکټونو په جوړولوکې استفاده کوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته