د غزني ښار باختر دسلواغې دمياشتې ٢٥ :
په غزني ولايت کې په نويو نښتوکې يو وسله وال طالب ووژل شو او څلور تنه نور دامنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول.
دغه نښتې داندړو ولسوالۍ په ( شورکي ) سيمه کې ددريو بجو په شاوخوا کې هغه وخت پيل شوې چې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو په ګزمې بريدوکړ .
دغزني ولايت داندړو ولسوال محمد قاسم ډيسيوال باخترآژانس ته وويل : چې په دې نښته کې يو وسله وال طالب ووژل شو او څلور تنه نور ونيول شول.
ډيسيوال وويل په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته د سر زيان نه دى اوښتى .
11 د یوې دقیقې څخه لږ