امنیت

په ننګرهارکې څلور تنه طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول

کابل باختر دليندي شپاړلسمه :
په ننګرهارکې دپوليسو دځواکونو په ګزمې نن د وسله والو طالبانو د بريد له امله څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سمونوال حضرت حسين مشرقيوال  باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د پوليسو ځواکونه دخوږياڼي ولسوالۍ په يوه اړونده ساحه کې په ګزمې بوخت و چې د وسله والو طالبانو له خوا پرې بريد وشو .
يوه اړونده خبرځاى وويل: دهغې جګړې له امله چې د وسله والوطالبانو او د پوليسو دځواکونو ترمنځ ونښته؛ څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه چې په دې پيښه کې د پوليسو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته