سیاست

حبيبي: هغه کسان د ولایتي ادارې پر خلاف خبرې کوي چې شخصي غوښتنې یې نه دي منلې شوې

کابل باختر دکب دمياشتې اته ویشتمه
د خوست چارواکي وايي: هغه کسان د ولایتي ادارې پرخلاف خلاف څرګندونې کوي چې شخصي غوښتنې یې نه دي منلې شوې.
حبیبي باختر اژانس ته وویل چې خوست په تېرو دوو کلونوکې د امنیت، حکومتوالۍ، بیا رغونې او په ټولنیزو برخو کې بې ساری پرمختګ کړی او لا هم هڅه کوي چې د دغو پرمختګونو لړۍ روانه وساتي.
ده زياته کړه چې د بیارغونې په برخه کې د ملي پیوستون ، دڅارنې او ساتنې له پروژو پرته د (۲،۴) مېلیارده افغانیو په لګښت د  يو سلو پنځه دېرش پروژو چارې پیل شوې چې تر نېمایي ډېرې یې بشپړې او په نورو کار روان دی.
د ده په وینا: خوست د افغانستان په کچه لومړنی ولایت و چې په تېر ۱۳۹۵ کال کې یې درې نوي فيصده بودجه په مصرف رسولې .
حبيبي وویل: یو شمېر خلک چې ځاني ګټې یې له خطر سره مخامخ شوي په رسنیو او عامه ځایونو کې په ولایتي اداره تور لګوي چې د خوست ځمکې د چور او تالان په حال کې دي .
حبيبي د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته دنده وسپارله چې په دې اړه اغېزمن پروګرامونه جوړ او راپور يې ولايت ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته