کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په تاشکندکې د افغانستان د نوي سفارت د مجتمع د ودانۍ د جوړولو بهير وکوت.
د نوې ودانۍ په مجتمع کې د سفارت اداري برخه، د قونسلګري ودانۍ او د سفير د استوګنې ودانۍ شاملې دي چې د ۵ زره ۳۰۰ مربع متره ځمکې په ساحه کې جوړيږي او کار يې د ٢٠١٧ ميلادي کال د نوامبر د مياشتې په ۱۷مه د ۴ ميليونو ۶۹۰ زرو امريکايي ډالرو په لګښت پيل شوی و.
رباني د جوړولو په حال کې د دغې مجتمع د ټولو برخو له کتنې وروسته، په ازبکستان کې د افغانستان سفير ته لارښوونه وکړه چې د جوړولو د بهير په ګړندي کولو سره دې دغه ودانۍ د افغانستان د خپلواکۍ د کاليزې (١٣٩٨هجري لمريز کال د زمري د مياشتې تر ۲۸مې) پورې پرانيستلو ته چمتو کړي.
ختم- ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل