ورزش

دهيواد مډال راوړنکي وستايل شول

داولمپيک  دملي کميټې  درزمي څانګې  ورزشکاران چې له نړيوالې سياليو څخه دسرو زرو  له يوولسو مډالونو  دسپينو زرو له نهو مډالونو او دبرونزو له نولسو مډالونو سره هيواد  ته راستانه شوي دي وستايل شول.

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبرله مخې په هغې غونډه کې چې له همدي امله په پارلمان کې دخلکوديوشمير استازو او يوشمير دولتي مقاماتو په گډون داولمپيک  په ملي کميټه کې   جوړه شوې وه ددغې  کميټي  رييس محمد ظاهر اغبر  درزمي څانګې  له ورزشکارانو څخه چې ويي کړاى شول له نړيوالو  سياليو څخه  دافغانستان په نامه  مډال راوړي قدرداني وکړه.

روح الله محمدي ، باز محمد مبارز ، مجاهد حکيم زاده ، وحيدالله رستم زاده ، فرشتي  حسيني او مريمې خاوري درزمي هنرونو دنړيوالو سياليو له دريمې دوري اوپه ترکيه کې دساحلي سياليو له دويمي دوري څخه دسرو زرو مډالونه ، سيدمحمد اميري ، محمد فدوي  اوحسين علي رضايي  داسيا دجنوب دسياليو له لومړى دوري څخه چې دغه سيالۍ په دې وروستيو وختو کې ترسره شوي دي .

دسرو زرو مډالونه هيواد ته راوړل .

په دې غونډه کې  داى  ټي  اف  تکواندو  درزمي  ورزش  درې تنه غړي هريو عيدمحمد شيرزى ، نجم الدين  اوسيف الدين صافي  چې دشمالي کوريا اوهانګ کانګ له سياليو څخه دسروزرو  مډالونه راوړي دي  اودکاراتي يو ورزشکار چې دايران له نړيوالو سياليو څخه يې دسپينو زرو مډال راوړي دي وستايل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته