اقتصاد

په خپلواک ډول د هیواد د فضایي حریم کنټرول به د یادې برخې عواید څو برابره زیات کړي

کابل باختر دزمري شلمه :
د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې رییس محمود شاه حبیبي وایي، چې د ملي یووالي حکومت له خوا د هیواد د هوایي حریم د کنټرول د خپلواک کېدو ژمنه عملي شوې ده. محمود شاه حبیبي، نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل:" که څه هم د ۲۰۱۵ میلادي کال په سپټامبر میاشت کې د هیواد د هوایي حریم د کنټرول مسوولیت ناټو او امریکایي متخصصینو د افغانستان دولت ته سپارلی وو، خو له دې سره بیا هم د کورنیو متخصصینو د روزنې د وخت په زیاتېدو سره تر څو وروستیو ورځو پورې د بهرنیو متخصصینو له خوا کنټرولېده."
د ملکي هوایي چلند ادارې رییس زیاته کړه، اوس مهال د هیواد د هوایي حریم کنټرول د افغانستان د دولت په لاس کې دی او د کورنیو متخصصینو له خوا اداره کېږي.
دغه سیستم د یوې شبکې درلودنکی دی، چې د هیواد په ۳۶سیمو کې نصب شوی او د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د یوه ساحوي مرکز پر مټ د هیواد پر فضا ټولې الوتنې کنټرولېږي.
دغه راز حبیبي وویل، د افغانستان له هوایي حریم څخه د هرې  تېرېدونکې الوتکې د الوتنې محصول، چې مخکې ۵۰۰ امریکايي ډالر وو د تېر میلادي کال له اګست میاشتې څخه ۷۵۰ ډالرو ته لوړ شوی دی.
ده زیاته کړه، چې د هیواد له فضایي حریم څخه د تېرېدونکو الوتکو د الوتنې محصول د تېر په پرتله څو برابره زیات شوی، چې په تېر کال کې یې کچه ۶ میلیارډو افغانیو ته رسېدلې وه.
د افغانستان دولت ته د هیواد د فضایي حریم د کنټرول په سپارلو سره به د هغو لګښتونو کچه چې د هوایي خدمتونو لپاره ور کول کېدل را ټیټه شي.
د هیواد د هوايي حریم د کنټرول پرمختللی سیستم د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس له خوا د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې په رسمي ډول پرانستل شو. جمهور رییس په دغو مراسمو کې وویل، د هوایي حریم خپلواکي، چې د ملي یووالي حکومت له موخو څخه وه، تر لاسه شوې ده.پاى -ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته