سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه د کابل په ماشین خانه کې جوړه شوه

کابل باختر د کب د مياشتې ٢٢مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه تېر ماښام د کابل ښار په ماشین خانه کې جوړه شوه، چې په هغه کې د کابل  د سیند د غاړو د ښه والي پر طرحې، د دارالامان ساحې د اداري کمپلکس د پرمختګ په راپور او له ساساکي سره د ژر عملي کېدونکو پروژو په سر بحث وشو.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د غونډې په پيل کې جمهوررئیس غني د خاصو عملیاتو د فرقې د دویمې لوا د لومړي کنډک پخواني سرتېري نجیب الله ته چې تېر کال یې د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې دښمن سره په مخامخ جګړه کې خپلې دواړه سترګې له لاسه ورکړې وې د یو اپارتمان کلي ورکړه او خلکو او وطن ته يې د خدمت په لار کې د هغه هڅې وستایلې.
ورپسې د اغاخان بنسټ یو تن مسوول نجیب الله میوندي د ماشین خانې او د کابل سیند د غاړو د ښه والي طرحه چې سروې، پلان، ډیزاین، عصري کول، بیا کارول، اسانتیاوو ته لاسرسي کې ښه ‌والی، حرفوي زده‌کړې او سوداګریز فعالیتونه په کې شامل وو، غونډې ته وړاندې کړه.
جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، د کابل د ماشین خانې سیمه پخوا په کابل کې زموږ یوه مهمه تفریحي او د فرهنګي میراثونو خاص ساحه وه.
جمهور رئیس دې ته په اشارې چې دغه ساحه د ملي دفاع وزارت اړوند وه او اوس تشه شوې ده، ووېل: د دې تاریخي سیمې مهندسي باید وساتل شي او په هغه کې حدود او د فعالیت ډول مشخص شي او همدارنګه دې ماشین خانه او د کابل سیند غاړې په منظمې ساحې او عایداتي سرچینې بدلې شي.
هغه زیاته کړه، دغه ساحه باید د فرهنګي فعالیتونو، کنفرانسونو، کتاب پلورنځیو، فرهنګي ناستو او تیاتر او همدارنګه دې د نوښتګرو ښځو د تولیداتو لپاره په دوامداره مارکیټ بدله شي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه چې د دغې طرحې په پلې کېدو سره موږ کولای شو کاري فرصتونه رامنځته کړو او د اغاخان بنسټ په دې اړه چې دغه  ساحه په یوې منظمې ساحې بدله کړې، ډېره ښه وړتیا لري.
غونډې پرېکړه وکړه هغه بنسټونه چې په دغه ساحه کې فعالیت کوي باید خپل فعالیتونه د اغاخان بنسټ سره همغږي کړي.
ورپسې د کور او ښارجوړولو وزارت په استازیتوب ایدګار مراد او نبیل د دارالامان ساحې اداري کامپلکس د کاري پرمختګ په اړه غونډې ته راپور وړاندې کړ.
هغوی د ماسټر پلان، ټرانسپورټي خدمتونو، د واټونو شبکې، د اوبو سیستم، چاپیریال ساتنې، برېښنا، د ارتباطاتو د اسانتیاوو، د دارالامان د اداري کمپلکس د تخینکي سیستم او د کار د چټکتیا په اړه معلومات او خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.
جمهوررئیس وویل: په دې اړه زموږ لید لوری دا دی چې ټولې دولتي ادارې دې د دارالامان ساحې ته انتقال شي.
هغه زیاته کړه چې د ساساکي بنسټ له حکومت سره د کابل د راتلونکي عمومي لیدلوري په برخه کې له موږ سره د سلاکار په توګه کار کوي.
جمهوررئیس غني وویل، له دارالامان څخه تر دهمزنګ پورې د سړک سروې شوې او د ډیزاین پړاوو ته رسېدلې ده، دا کره څیړنې ته اړتیا لري او باید دقت وکړو چې بنسټ یې پوخ کېښودل شي.
هغه زیاته کړه، کابل ښار اړتیا لري چې منظم او منسجم شي او هغه کې سوداګریزې ساحې، فرهنګي او روغتیايي کمپلکسونه، فرهنګي او شنې ساحې مشخصې شي تر څو دا ښار په یو منظم پایتخت بدل کړو.

محمداشرف غني د تاریخي ساحو په ساتنې او بیا جوړونې ټینګار وکړ ويې ویل، د کابل ښاریان باید دوامدار ملکیتونه ولري.
د غونډې په پای کې د ساساکي له خوا لس وړاندیز شوې ژر عملي کېدونکو پروژو په اړه څرګنده شوه چې د ساساکي له خوا لس وړاندیز شوې پروژې باید اولویت بندي شي او د ښارجوړولو وزارت، کابل ښاروالۍ او د پایتخت زون ادارې ته لارښوونه وشوه چې یوې څرګندې برنامې لپاره چمتوالی ولري تر څو خلک په کابل ښار کې د بدلونونو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.پاى _ سعيده
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته