امنیت

دولس تنه وسله وال ياغيان ونيول شول

کابل باخترد جوزا دمياشتي١١ نيټه :

دملي پوليسو ځواکونو  دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دسيمو دپاکولو اودامنيت اوثبات دتامينولو په مقصد په تيرو ٢٤ ساعتو کې دکابل ، کونړ.،قندهار ، هلمند، ميدان وردګو، خوست  اودپکتيا دولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ ګډ تصفيوي عمليات ترسره کړل چې له امله يي دولس تنه ياغي طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريي ونيول شول .

دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ . ديادونې وړ ده چې په دغو عملياتو کې يوه زياته اندازه سپک او درانده جنګې وسايل  او يو موټرسايکل هم دملي پوليسو دځواکونولاسته ورغلي دي.

په همدي حال کې دفراه ولايت  ملي پوليسو پرون چهارشنبې دورځي له غرمې مخکې په لسو بجو  يو ماهر تروريست ونيوه.

دغه تروريست نيت درلود چې دفراه ولايت  دبکوا ولسوالۍ په مربوطاتو کې يوتروريستي بمې بريدونه ترسره کړى .

له دغه تروريست څخه دوسايطو دوه ديرش ماينونه او ددرندو وسلو پنځوس ګولۍ هم ترلاسه شوي دي ده اعتراف کړى دى چې ددغه ولايت په مربوطاتو کې يي په څو ورانکارو اوبمې بريدونو کې رول درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته