سیاست

د آلمان د لومړۍ وزیری د ملی امنیت له سلاکارسره د بهرنیو چارو وزارت دسیاسی معیین کتنه

کابل باختر د سلواغې څوارلسمه
د افغانستان اسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزارت سیاسي معیین حکمت خلیل کرزی ، پرون د آلمان  فدرال جمهوریت دملی امنیت له سلاکار سره په برلین کی د هغه هیواد د صدارت په ماڼې کی وکتل او خبری وکړی.
دبهرنيوچارو وزارت دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دبهرنیو چارو وزارت سیاسی معیین د دواړ هیوادونو اړیکو سل کلن تاریخ ته او د افغانستان په اقتصادی پروژو کې د آلمان فعال حضور مخینی ته په اشاری سره ، راتلونکو کلونو کی د افغانستان په اقتصادی پروژو او پروسو کی د آلمان د لا ډېری فعالی ونډی د ګډون غوښتنه وکړه.
کرزی دسولی ټینګولو لپاره د افغانستان دولت ژمنی ته په اشاری سره له دی بهیر سره د سیمی او نړۍ هیوادونو او دغه راز د افغانستان دسولی خبرو اترو بهیر په اړوند د افغانستان ،پاکستان ،امريکا او چین څلور اړخیزی همغږۍ کميټې دریمی ناستې لپاره د نویو لارو چارو نقش او همکاریو د اهمیت په اړه خبرې وکړی.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معیین د تیر یوه کال په ترڅ کی د مهاجرتونو نوی څپې  دغه شان د افغانستان اوسنۍ ځانګړۍ وضعیت ته په اشاری سره ،پدی هیواد کی د افغانستان پناه غوښتونکو هيوادوالو له دوسیو سره  آلمان دولت له لوری له سخاوته ډک او د لا ښه چلند  غوښتونکۍ شو.
په دی کتنه کی د آلمان صدراعظمی ملی امنیت سلاکار  د افغانستان د سولی خبرو اترو له بهیره د خپل هیواد پر بشپړ ملاتړ او د دی بهیر اسانولو لپاره د نړیوالی ټولنی پر اغیزمن رول ټينکار وکړ.ښاغلی اویسګن ژمنه وکړه چی د دی هیواد دپناه غوښتونکووګړو ستونځو په اړوند د افغانستان نظرلورۍ به د آلمان فډرال دولت چارواکو سره مطرح او دهغو پایلی به له افغانستان دولت سره شریکی کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته