ټولنه

دکابل دترافيکو دلوى مديريت خبرتيا

کابل باختردلړم دمياشتې ١٩ :
دکابل دترافيکو دلوى  مديريت خبرتيا
يو ځوان چې څه ناڅه ديرش کلن و  ، خړې جامې او تورنګه  جمپر  يې په تن دى  او چرمي تور بوټان يې په  پښو دى  او توره ږيره لري  دلړم دمياشتې په شپاړلسمه نيټه دشپې په اتو بجو  دکابل ښار دپوليسو دشپږمې حوزې په  وړاندې په يوه ترافيکي پيښه کې وژل شوى دى او مړى يې دعدلي طب دخدمتونو رياست ته ليږدول شوى دى .
دده کورنۍ او خپلوان کولاى شي دارواښاد مړى  دعدلي طب دخدمتونو له رياست څخه ترلاسه  کړي  اودزياتو معلوماتو لپاره دې  دکابل دترافيکو لوى  مديريت ته مراجعه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته