امنیت

په بادغيس کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دسلواغې  څلورمه :
په بادغيس ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې له امله تېره شپه دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
  د بادغيس ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل: وسله والو طالبانو د بالامرغاب ولسوالۍ د درويش محمدي په ساحه کې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل .
ده څرګنده کړه چې د امنيتي مسوولينو د مقاومت په نتيجه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
  خبرځاى زياته کړه چې د دښمن يوه وسله او يوه اندازه مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته