سیاست

جمهور رييس غني په کابل ښار کې ځانمرګي بريد په ډيرو سختو الفاطو سره وغانده .

کابل باختر دثورنهه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي  جمهوريت جمهور رييس محمداشرف غني دعدليې وزارت  ته څيرمه نننۍ ځانمرګي بريد چې له امله يې زموږ يوشمير بيګناه  هيوادوال شهيدان او ټپيان شول په ډيرو سختو الفاطو  سره وغانده .
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لارې باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي جمهور رييس غني په کلکه ددغه ډارن عمل دغندلو په ترڅ کې وويل په ملکي هدفونو ځانمرګي بريدونه ښيي چې وژنه او وحشت دډارن دښمن په وروستي هدف او مقصد بدل شوى دى .
دافغانستان  داسلامي جمهوريت جمهور رييس دخپلې ژورې  ډاډ ګيرنې  اوخواخوږۍ  مراتب دشهيدانو کورنيو  ته څرګندوي او ټپيانو ته دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه دپوره روغتيا هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته