سیاست

جمهوررئیس حامدکرزی د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځ په درې اړخیزه ګډه غونډه کې د ګډون په موخه بلجیم ته روان شو

کابل_ باختر د ثور دمياشتې دريمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزی، د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځ په درې اړخیزه ګډه غونډه کې د ګډون په مقصد، نن له غرمې مخکې د یو جګپوړې دولتي هيئت په مشرۍ  د بلجیم هېواد ته روان شو.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د بروکسل په درې اړخیزه غونډه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو، د سولې د بهیر، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د وروستیو رامنځته شویو ستونزو او له دې جملې څخه د ننګرهار ولایت د ګوشتې په ولسوالۍ کې د ډیورند د ګرښې په اوږدوکې د پاکستان د اردو له خوا د سرحدي دروازې د جوړیدو پر څرنګوالي بحث او خبرې اترې وشي.
له حامدکرزي سره په دې سفرکې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي دفاع وزیر ستر جنرال بسم الله محمدي، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خرم او د جمهور رئیس ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته