ټولنه

د پنجاب – ورس او د کابل – باميانو لارې تړل شوې دي

کابل/ باختردسلواغې دمياشتې ١٥نيټه :
د پنجاب او ورس د ولسواليو او د کابل – باميانو مواصلاتي لارې له تيرې شپې څخه را په دې خوا د ترافيکو پرمخ تړل شوې دي .
د باميان ولايت د فوايد عامې سرپرست غلام نبي قنبري باختر آژانس ته وويل چې له  سخت توپان سره جوخت د واورې د سخت اورښت او د پنجاب او ورس د ولسواليو په تګلوري کې د شاتو غاښي ته څېرمه د غرغري په ساحه کې د واورې ښوئيدنې دڅو پېښو له امله دغه لويه لاره په موقتي ډول د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده .
ده زياته کړه چې دغه راز د باميانو- کابل د حاجي کګ غاښي په تګلوري کې د واورې د اورښت له امله دغه مواصلاتي لاره هم تړل شوې ده.
ده وويل چې دفوايد عامې رياست له همکارو شرکتونو سره هلې ځلې کوي چې دغه   لارې ډير بېرته پرانيزي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته