امنیت

په هرات کې دوسله وال غلا په تور ديوې ښځې نيول کيدل .

کابل باختر د تلي ديرشمه :
يوه ميرمن له دوو تنو همکارانو سره يې دوسله والې غلا په تور  دهرات دپوليسو له خوا ونيول شوه .
دغه کسان عبدالغفار ، عبدالفتاح او ذليخا  نوميږي چې تيره شپه له يوه کلاشينکوف  سره دپل مالان او دقندهار ددروازې ترمنځ لاره کې دګډو امنيتي ځواکونو  له خوا ونيول شول او تر پوښتنې لاندې دي .
  تورنوکسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم  اعتراف کړى دى، هغې ميرمنې چې له دغو تورنو کسانو سره يوځاى نيول شوې ده  دنده لرله  چې وسله له ځان سره وليږدوي او په ټاکلو ځايونوکې يې ددغو کسانو په واک کې ورکړي چې له هغو څخه  جرمونو کې کار واخستل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته