امنیت

د افغانستان د امنيتي بنسټونو ګډه اعلاميه !

کابل_باخترد وري دمياشتې ١٨مه:
د افغانستان د امنيتي بنسټونو ګډه اعلاميه !
د جمهوري رياست د انتخاباتو دیو نوماند پر ځان د ناوړه قصد په برخه كې د ناسمو آوازو په اړه د هېواد امنيتي ځواكونو په ګډه د ننګرهار امنيې قوماندانۍ څخه په نقل قول په يو شمېر ټولنيزو رسنيو كې د دې په اړه چې د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار يو ځانمرګى د جمهوري رياست د یو نوماند د لمنځه وړلوپه موخه تياركړى دى، په كلكه ردوي او دغه عمل د هېواد د سياسي لويو شخصيتونو پر وړاندې يوه توطيه ګڼي.
د هېواد امنيتي بنسټونه ( د كورنيو چارو او د ملي دفاع وزارتونه او د ملي امنيت عمومي رياست) د دې اوازو په اړه جدي څېړنې ترسره كړې او د دې پايلو په څېړن كې روښانه شوه چې ددغه نوماند پر ځان د ناوړه قصد په برخه كې د څو ټولنيزو رسنيو خپور شوي پيغام بې بنسټه و او د دې موخه د هېواد د لويو شخصيتونو سياسي وژل دى. د دې آوازو له خپرېدو څخه وروسته امنيتي بنسټونو خپلې جدي څېړنې پيل كړې او يو تن چې د دې پيښې اصلي عامل دى؛ نيولى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته