امنیت

نهه وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول .

کابل / دلړم ١٩مه / باختر :
نهه وسله وال طالبان پرون په بغلان کې په هوايي برېدونوکې ووژل شول.
  د  ٢١٧ پامير قول اردو دقوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختراژانس ته وويل چې، دغه وسله وال طالبان ددغه ولايت دخانه سردار ، قرغچ مزار او دنهرين ولسوالۍ  دمنګليانو په ساحه کې  په هوايي برېدونوکې ووژل شول .
هغه زياته کړه چې په دغو برېدونوکې پنځه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او دطالبانو څوکلک  سنګرونه اودجنګي ادارې دسوق يومرکزدنهرين دمنګليانوپه کلي کې  ويجاړ او له منځه تللي دي .
داپه داسې حال کې ده چې درې وسله وال طالبان پرون په بغلان کې دکوماندو دځواکونوپه عملياتو کې ووژل شول .
ختم_عطاالله –اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته