امنیت

ددريو تنو ځوانانو مړي په قندهارکې ترلاسه شول

کابلباختردميزان١٤
ددريو تنو ځوانانو مړي دقندهار ښار له  لويديځ  څخه ترلاسه شول .
د دريو تنو مړي چې څه موده  مخکې په مرموز ډول دقندهار ښارپه مربو طاتو کې تښتول شوي وو دپوليسو له خوا په دغه ښار کې ترلاسه شول .
يو امنيتي مقام په  قندهار ولايت کې باختر آژانس ته وويل :  دغه درې تنه ځوانان دقندهار ښار له محله جاتو ساحې څخه درې ورځې مخکې وتښتول شول او نن په هماغه سيمه کې د دوي مړى دپوليسو له خوا ترلاسه شول .
ديو اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې  : تراوسه پورې دپيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي اود پيښې دعاملينو د موندلو لپاره هلې ځلي پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته