سیاست

جمهوررئیس غني د سویس د نا استوګن سفیر باورلیک ومانه

کابل باختردکب دمياشتې١٧ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د سویس له نااستوګن سفیر توماس کولي سره د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل او د هغه باورلیک یې ومانه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د افغانستان لپاره د سویس نااستوګن سفیر د خپل هېواد د رهبرۍ ښې هیلې جمهوررئیس غني ته وړاندې کړې او ډاډ یې ورکړ چې د خپل ماموریت پر مهال به د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا کې لا ډېرې هڅې وکړي.
د هېواد جمهوررئیس ښاغلي توماس کولي ته د نوې دندې مبارکې وویله او په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د بروکسل او وارسا کنفرانسونو کې یې له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه.
جمهوررئیس غني د حرفوي زده کړو په برخه کې د سویس هېواد تجربې ارزښتناکه وبللې  وې ویل، افغانستان د سویس د حرفوي زده کړو موډل تعقیبوي او په دې برخه کې یې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه. جمهوررئیس ښاغلي توماس ته په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه.
دغه راز د افغانستان لپاره د سویس نااستوګن سفیر توماس کولي د خپل هېواد په استازیتوب ژمنه وکړه چې د سویس دولت او خلک به د تېر په څېر د افغانستان له دولت او خلکو سره پاتې شي او له افغانستان سره به په ځانګړي ډول د حرفوي زده کړو په برخه کې همکاري وکړي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته