امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان دکابل په سروبي کې ووژل شول

کابل باختر  دوري  اتلسمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان پرون دکابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول.
دملي  دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: عمليات هغه وخت پيل شول چې وسله والو مخالفينو د ملي اردو په هغو ځواکونوچې د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو په ګزمې بوخت وو؛ د سپکو وسلو دزې وکړې چې دملي اردو د ځواکونو په متقابل بريدکې پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او اته تنه نوريې ټپيان شول .
دغه راز يو شمېر نور طالبان له سيمې څخه وتښتيدل او څو ميله وسلې په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته