کابل باختر مرغومي اوولسمه :
يوه ډله شوکماران دکابل دپوليسو له خوا ونيول شول .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، دکابل د ١٠١ اسمايي زون دجنايي جرمونو دڅيړنو رييس فريدون عبيدي ويلي دي چې دغه ډله شوکماران په کابل ښار کې دخلکو موبايلونه او پيسې لوټولې .
عبيدي زياته کړه:د غه کسان دکابل ښار په اوومه ، اتمه ، نهمه او شپاړلسمه ناحيه کې دخلکو مالونه لوټول چې دپوليسو له خوا ونيول شول .
ده زياته کړه نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى دى دغه راز له دغوکسانو څخه وسلې هم ترلاسه شوي دي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ