کابل باختر د ثور ٢٤
په تالقانو ښار کې پرون دتندر دلګيدو له امله يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .
د تخار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير باختراژانس ته وويل چې دغه پيښه د تخار ولايت د نمک اب ولسوالۍ د توتک په کلي کې رامنځته شوه او يوپنځوس کلن سړى چې په کروندوکې په کار بوخت و ، ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .
اسير زياته کړه يوه ورځ مخکې هم درې تنه شپاڼه دتالقانو ښار دکنجک سراي سنګ په کلي کې د تندر دلګيدو له امله وژل شوي و .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ