سیاست

جمهور رئیس غني د سیګار ادارې له مشر سره وکتل

کابل_باختر د کب د مياشتې ٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د افغانستان د بیا رغاونې په چارو کې د امریکا د څېړنو د عمومي ادارې ”سیګار“ له رئیس جان ساپکو او ملګري پلاوي سره يې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د سیګار ادارې مشر جمهور رئیس ته  د اداري فساد، ناوړه ګټو او د امریکا د هغو مالي سرچینو د قراردادونو په هکله چې په تېرو ۱۴ کلونو کې په مستقیم او غیر مستقیمه توګه د افغانستان لپاره لګول شوې دي معلومات ورکړل .
ښاغلي جان ساپکو وویل، سیګار اداره او د امریکا متحده ایالاتو دولت په تېر کال کې د اداري فساد د کموالي او د مالي سرچینو د ضایع کېدو د مخنیوي په برخه کې د افغانستان حکومت اقدامات او تصامیم ستایي. هغه زیاته کړه، سیګار اداره تیاره ده چې د افغانستان حکومت سره له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې زیاته همکاري وکړي.
جمهور رئیس غني په افغانستان کې د یادې ادارې د فعالیتونو قدرداني وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول دامریکا متحده ایالاتو څخه د کابل بانک د پانګې د بېرته راوړلو په برخه کې د افغانستان له حکومت سره ګډه همکاري وکړي.
د سیګار ادارې رئیس ژمنه وکړه چې هغوی به په دې برخه کې اجرایي میکانیزم ولټوي.
جمهور رئیس غني په پای کې وویل، موږ له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې د زیاتې همکارۍ غوښتونکي یوو، تر څو د ساختاري او سازماني اصلاحاتو کاري پروسې او طرزالعملونه  ساده شي او د دولت په اجراتو کې فساد له منځه یووړل شي. هغه زیاته کړه، دا همکاري به د دې لامل شي چې له مجازاتو څخه د بښنې فرهنګ د ختمولو له لارې به د فساد عاملین تشخیص او د قانون منګولو ته وسپارل شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته