کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۳ مه
د افغانستان د نخبګانو لومړنۍ ليسه چې په هرات ولايت کې جوړه شوې ده؛ پرون پرانيستل شوه .
د دغې ليسې ودانۍ د هرات ولايت د ملي سوداګرو په همکارۍ په پرمختللو امکاناتو سره جوړه شوې ده چې نن د پوهنې وزارت د سرپرست ډاکتر ميرويس بلخي او د هرات د والي عبدالقيوم رحيمي له خوا ګټې اخيستني ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ په دوو پوړونوکې جوړه شوې ده.
د هرات ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي چې په دې ليسه کې زرو تنو غوره ځوانانو او تنکيو ځوانانو ته د زده کړې زمينه برابره شوې ده.
د هېواد د پوهنې وزارت سرپرست هم ددغه ښوونځي دجوړولو په لاره کې دهېواد د ملي سوداګرو او د هرات ولايت د سوداګرۍ د خونو د ارزښتناکې ونډې او رول له امله قدرداني وکړه .
ختم _ ج _ اکرم