کابل، د سلواغې ۲۲مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د بدخشان ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو له رییس مولوي محمد یونس جهادمل سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې جهادمل بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو ته د شویو خدمتونو، مرستو او کړنو او د راستنېدونکو ستونزې د وزارت سرپرست ته وړاندې کړې.
ورته مهال خلیل الرحمن حقاني راستانه شویو سره د مرستو پر زیاتوالي او روڼتیا ټینګار وکړ او په راتلونکي کې یې د یاد ریاست د ستونزو د هواري ډاډ څرګند کړ.