نړۍ

دالقاعده دوه تنه المانى او اتريشي غړي په اوږدبندمحکوم شول.

کابل – باختر دسلواغۍ اوومه :
دالمان دپايتخت برلين مرافعه محکمې دالقاعده دترورستي شبکې  د دووتنو اروپايي غړو محکوميت تاييد کړ. ددغه  حکمونو له مخې، يواووه ويشت کلن المانى په نهو کلونو بند اويو درې ويشت کلن اتريشي په شپږکلونو او نهو مياشتو بند محکوم شوي دي.
ددغو دوتنو په حکم کې ويل شوي دي چې دوى له ٢٠١٠ کال څخه دالقاعده له ترورستي شبکې سره يو ځاى شوي دي او په پاکستان کې ددغې ډلى په کمپونو کې دوسلو او چاوديدونکو توکو دکارولو زده کړې يى کړې دي.
دغو دووتنو ځوانانو دغه راز په افغانستان کې دايساف په عسکرو دبنسټپالو بريدونو تورلګول شوى دي.
دغه دوه تنه په ٢٠١١ کال کې له هغه وروسته ونيول شول، دنويد عملياتودمالى مرستې او تدارکاتو د راټولو دزده کړې په مقصد اروپاته ستانه شوي و.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته