امنیت

يوسلو دولس تنه ډار اچوونکي په کندزکې ووژل شول

کندز باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٢ :
يوسلو دولس تنه ډار اچوونکي پرون د کندز ولايت د مرکز په مربوطاتوکې ووژل شول.
د پامير د شلمې فرقې د لومړۍ لوا قوماندان بريد جنرال آدم خان متين په کندز کې د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: د کندز ولايت په مرکز پورې اړوند تلوکه په ساحوکې د افغان امنيتي ځواکونو د ګډو عملياتو په دوام ١١٢تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٥٨ تنه نور ټپيان شول.
متين زياته کړه: په دغو عملياتوکې د آلچين، خواجه پاک، پنجشيري قشلاق، الله نظر، قصاب قشلاق، پرچم قشلاق، قوماندان جمعه خان، ارباب صفر، اتمانزو، دمشاخ، تلوکه ١ او تلوکه ٢ د کليو په ګډون په لسګونو کلي د دولت د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي.
متين زياته کړه چې د دغو عملياتو په بهيرکې د دښمن په ٧٢ کلکو سنګرونو  د امنيتي ځواکونو له خوا هوايي او ځمکني بريدونه وشول او د دښمن يوه داشکه، يو هاوان، يوه پيکا، يو توغندى ويشتوونکى، دوه کلاشينکوفونه، يو ٨٢ ملي متري توپ، يو رنجر موټر، څو موټرونه او موټرسايکلونه هم ويجاړ شوي دي.
دغه راز په دغو عملياتوکې يو توغندى ويشتوونکى، دوه کلاشينکوفونه او يوه هاموى ډوله ليږدونکې واسطه د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه عمليات د ډار اچوونکو له شتون څخه د نورو سيمو تر پاکولو پورې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته