اقتصاد

د وزيرانو شورا اقتصادي کميټې غونډه وکړه

کابل باختر د مرغومي شلمه

  دوزيرانو شورا داقتصادي کميټې  غونډه نن له غرمي وروسته د جمهور رييس دمرستيال او ددغې کميټې درييس محمد کريم خليلي په مشرۍ  جوړه شوه .

 دباختر اطلاعاتي اژانس ته  د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې ، په دې غونډه کې لومړي دافغانستان له لاري پاکستان ته د ازبکستان  دبريښنا دليږدونې د پروژې په باب غور او خبرې  وشوې ، ددغې  پروژې اقتصادي ارزښت ته په پاملرنې  او هم دهيواد له اقتصادي او پراختيا او دسيمه ئيزو همکاريو  له پياوړتيا سره دهغې دمرستې په پام کې  نيولو سره ، اقتصادي کميټې دغه پروژه په اصولو اوپرنسيب  کې تاييد کړه اوپه دې اړوند يې دانرژي او اوبو وزارت مکلف کړ چې ددغې پروژې دتخنيکي او فني مسئلو له مطالعه کولو  وروسته دى هغه دتصميم نيولو په مقصد دوزيرانو شورا عالي غونډې ته وړاندي کړي .

 وروسته داحصائيې مرکزي  اداري دتيرکال په بهير کې  دوګړو ښوونې او روزنې ، روغتيا ، ملي محاسباتو ، کرنې ، صنايعو ، خدمتونو بهرني  سوداګرۍ اودمالي پرمختيا په برخوکې  دهيواد دسترو اقتصادي او ټولنيزو شاخصونو دوړاندي کولو په ترڅ ،  په  ١٣٨٩  کال کې ددغې اداري دفعاليتونو رپوټ وړاندي کړ .

 داقتصادي کميټې  غړو ددغو شاخصونو په اړوند دخپلو يو  لړ پوښتنو له بيانولو وروسته په دې ارتباط خپل نظر او پيشنهادونه وړاندي کړل .

  کميټې داحصائي مرکزي  اداره موظفه کړه چې دغړو له خوا  دوړاندي شويو  ټکو اوپيشنهادونو په پام کې نيولو سره دى دغه شاخصونه يوځل بيا وڅيړي او داقتصادي کميټې  په يوه غونډه کې دى په دې اړوند يوه هراړخيز  طرحه وړاندي کړي .

 دغه راز د وزيرانوشورا اقتصادي کميټې ټولي دولتي اداري او خصوصي مرکزونه موظف کړل چې ارقامو اواحصائيو  دوړاندي کولو په برخه کې دى داحصائيي له مرکزي  اداري سره همکاري ولري او داحصائيوي  ارقامو  او شميرنو دخپريدو مخه ونيسي .

 په پاى کې  دسوداګرۍ او صنايعو وزارت په اختياري او داوطلبانه ډول داړوندو  ادارو دفعاليت په مقصد  داتحاديو ، ټولنو او د نورو خدماتي مرکزونو  دغړيتوب په اړوند  دموظف کميسيون رپوټ وڅيړه ، داقتصادي کميټې غړو ددغه رپوټ  له اوريدو وروسته هغه تائيد کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته