اقتصاد

دسوداګرى وزارت وياند : له هند سره په هوايي دهليزونو کې دصادراتي توکو دليږدوني ستونزه حل شوې ده .

 دصادرونکوسوداګرو داتحاديې رييس : له څلورڅلويښتو  ټنو توکو څخه يواځې څوارلس ټنه ليږدول شوي دي .
٥١-کابل  باختر د زمري  نهمه :
دسوداګرۍ  اوصنايعووزارت وياند وايي دهوايي دهليز له لارې هند ته دميوو دليږدونې ستونزه  په اقتصادي عالي شورا کې له خبرو وروسته حل شوې ده .
دباختراژانس دخبرله مخې، دهوايي دهليز له لارې هند ته دصادراتي توکو په ليږدونه کې په ځنډ  سره دسوداګرو دادعا له مخې صادرونکو ته ديادونې وړ مالي تاوانونه اوښتې دي خو دسوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي په دې باب  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ستونزه تر يوې اندازې پورې حل شوې ده او دکام اير هوايي شرکت موظف کړى شوى دى چې دسوداګرو  دمالونو په ليږدونه کې  برخه واخلي .
په همدې ترتيب دتازه ميوو اوسبو دسوداګرو داتحاديې رييس وايي دهغو خبرو له مخې چې په اقتصادي عالي شورا کې دموضوع په باب  وشوې دسوداګرو  دصادراتي مالونو دليږدونې لپاره دکام اير ، اريانا او دصافي شرکتونو او ديوه هندي شرکت الوتکې موظفې شوې چې دسوداګرو ستونزې حل کړي . 
ده څرګنده کړه چې سوداګر زيات زيانمن شوي دي او له څلور څلويښتو  ټنو توکو څخه چې په اتو تنو سوداګرو پورې اړه لري څوارلس تنه يې له هېواد څخه بهر ته ليږدول شوي دي چې ديرش ټنه نور يې دکابل بازارونو ته ليږدول شوي دي چې په ټيټه بيه وپلورل  شي .
خو دميوو سوداګر وايي چې لس ټنه  صادراتي ميوه  دکابل په هوايي ډګر کې فاسده شوې ده او هندي شرکت تراوسه پورې يواځې يو ځل دکابل له هوايي ډګر څخه او يوځلې هم دقندهار له هوايي  ډګر څخه ميوه هند ته ليږدولې ده .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته