کابل / باختر/ د زمري ٣مه
د ګډو افغان ځواکونو په عملياتو کې د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ ١٤ کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
دغه کلي په تېرو ٢٤ ساعتو کې د طالبانو له شتون څخه پاک شول او په لسګونو ښخ کړى شوي ماينونه هم کشف او شنډ کړى شول.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل، چې په پاک شويو سيمو کې پوځيان ځاى پر ځاى شوي دي.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې، له يوې مياشتې راپدېخوا چې دغه عمليات پيل شوي دي د چپرهار ولسوالۍ په لسګونو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي او له ټولو جنګي وسايلو سره يې د طالبانو څو مرکزونه هم دړې وړې شوي دي.
ختم_ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل