ورزش

دهانوفر او ګلاتباخ ټيمونو خپلو سيالانوته ماتې ورکړه .

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١١
د آلمان دفوټبال دجام دسياليو په دوام تيره شپه دهانوفر او دمونشن ګلاتباخ ټيمونه په خپلو سيالانوته بريالي شول.
دباختر آژانس دخبرله مخې :  په دغو سياليو کې دهانوفر ټيم دصفر په مقابل کې په دوو سره فرانکفورت ته ماتې ورکړه  او دمونشن ګلاتباخ ټيم د صفر په مقابل کې په يوې سره فرايبورګ ته  ماتې ورکړه.
تراوسه پورې دباير مونيخ ټيم د نتيجو دجدول په سرکې دي او ورپسې دبايرلور کوزن   او د دورتمند ټيمونه  ځاى لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته