امنیت

په غور کې ددريو تنوملکيانو ټپي کيدل

کابل باختر د غبرګولې ٢٥مه :
درې تنه ملکيان نن په غور ولايت کې ټپيان شول
دغور دوالي وياند عبدالحي خطيبي  باختراژانس ته وويل چې دغه کسان ددغه ولايت دولت يار  ولسوالۍ دقاضيانو په کلي کې  ديو ماين دچاودنې له امله ټپيان شول
ده زياته کړه چې دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوشمير  بزګرانو په خپلو کرنيزو ځمکو کې دواښه دراټولولو په حال کې و چې دغه ماين وچاوديد .
ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته