نړۍ

عمران خان په لومړني بهرني سفرعربستان ته لاړ

ریاض/ دی نیوز  باختردوږي دمياشتې٢٨نيټه :             
د پاکستان نوی لومړی وزیرعمران خان سعودي ته روان شوی دی چې له دغه هېواد نه مرستې وغواړي.
د لومړي وزیر په توګه دا د عمران خان لومړنی بهرنی رسمي سفر دی.
له هغه سره په دې سفر کې د پاکستان د مالي وزیر اسد عمر او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم مله دي.
د دوی هڅه به دا وي چې د نورو نړیوالو بسپنه ورکوونکو پر ځای له سعودي څخه مالي ملاتړ ترلاسه کړي چې د نړۍ د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې د کلدارو ځای ثابت وساتل شي.
په دې وروستیو کې کلدره د نورو بهرنیو اسعارو په مقابل کې پام وړ لویدلې ده.  په همدې حال کې ځیني کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان د نړیوال وجهي صندق څخه هم د مالي ملاتړ د ترلاسه کولو هلې ځلې کوي. 
خو د دغه هېواد د مالي وزیر عمر ویلي دي چې له دغه صندوق څخه د  مرستو ترلاسه کول یې وروستی انتخاب دی او اوس د مرستو نورې لارې چارې ولټوي.  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې عمران خان به د سعودي له پاچا او نورو چارواکو سره ګوري او د دواړو هېوادونو پر مشترکو ګټو به خبرې وکړي.
  پاکستان له ۱۹۸۰ راپه دې خوا ۱۲ ځلې له نړیوال وجهي صندوق څخه پور اخیستی  دی.  په ۲۰۱۴ کال کې پاکستان له نړیوال وجهي صندوق څخه د مرستو له ترلاسه لاسه کولو شپږ میاشتې ورسته له سعودي څخه هم ۱.۵ میلیارد ډالر پور واخیست چې د کلدارو ځای ثابت وساتي.
پاکستان له اقتصادي پلوه له یو لړ ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
پاکستان تازه اعلام  کړی دی چې هغه کسان چې عاید لوړ او متوسط دي، مالیه لوړو. پاکستان همدغه راز پر ځینو بهرنیو توکیو هم مالیات لوړ کړي دي.                                  
پاکستان داسې مهال سعودي ته د مرستو اخیستلو لپاره ځي چې په خپله د سعودي شاهي نظام په یو بی ساري اقدام کې د دوشنبې په ورځ اعلام وکړ چې په لومړي ځل یې په نړیواله کچه ۱۱میلیارد ډالر پور اخیستی دی.
ریاض له هغه وروسته دا پور واخیست چې د ارامکو د تیلو د تولید د سترشرکت د کارونو پیلول یې وځنډول شول.
دا پور د سعودي د شاهي نظام د اقتصادي پلانونو یوه برخه بلل کیږي.                                                                                   پاى ذکرالله    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته