کابل/ باختر/ د کب دمیاشتې ۱نېټه
د تخار د ملي امنیت منسوبینو پرون په تالقانو ښارکی د یو موټر د غلا کولو په تور دوه تنه ونیول.
د تخار یو امنیتي خبرځای د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغو دوو تنو ۲۵ ورځې مخکې له دشت قلعه ولسوالۍ څخه یو رونکس ډوله موټر غلا کړی او د تالقانو ښار په یوه انګړ کی یې پټ کړی و او غوښتل یې چې ويې پلوري.
ده وویل چې دوی د ملی امنیت د منسوبینو له خوا وپېژندل شول او ونیول شول او موټرخپل اصلي خاوند ته یې چې د دشت قلعه ولسوالۍ اوسیدونکی دی، وسپارل شو.
پای / شکریه
0 د یوې دقیقې څخه لږ