امنیت

يو مقناطيسي ماين د محصلانو په موټرکې وچاوديد

کابل/باختر/ د عبرګولي د مياشتې ۱۲مه د کابل ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتوکې نن سهار د يوه مقناطيسي ماين د چاودنې له امله د استاد رباني پوهنتون ۱۰ تنه محصلان ټپيان شول . د باختر آژنس د خبرله مخې: دغه پېښه نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې د خوشحال خان ساحې (د حفيظ الله امين په کوڅه کې) رامنځته شوه. پېښه په يوه کاسټر ډوله موټرکې د يوه مقناطيسي ماين د چاودنې زيږنده وه چې د استاد رباني پوهنتون محصلان يې لېږدول. د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز په دې پېښه کې د لسو تنو د ټپي کېدو خبر تاييد کړ. د ټپي شويو کسانو له جملې څخه ۴ تنه يې بستر شوي او ۶ تنه نور يې له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي. په څه ناڅه لسو ورځو کې دا دويمه ماين ايښودنه ده چې په ملکي وسايطو کې ترسره کېږي. تېره اوونۍ هم په ورته پېښه کې د کابل د (دهن باغ) په ساحه کې د حج او اوقافو وزارت ۱۰ تنه مامورين ټپيان شول. ختم_سعيده_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته