کابل باختردليندۍ دمياشتې ٥ :
د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې له څو ورځو را په دې خوا د ظفر په نامه د امنيتي ځواکونو ګډ چاڼيز عمليات پيل شوي دي .
د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو چاڼيزو عملياتوکې چې د خواجه بهاوالدين او درقد په ولسواليوکې ترسره شول؛ د دغو ولسواليو زياتې ساحې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې دي .
په خواجه بها والدين ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو ولسوال د لنګ کمال په نامه او په درقد ولسوالۍکې ددغې ډلې ديوه قوماندان ملا عبدالرحيم په ګډون يوولس تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: اوس امنيتي ځواکونه د درقد او او د درقد سيند غاړو ته د پرمختګ په حال کې دي.
0 1 دقیقه لوستل