فرهنګ

حسينه صافۍ : غوره ځوانان دافغانستان دراتلونکي جوړونکي دي .

کابل باختر د چنګاښ ٢٧ نيټه :
دافغانستان دنخبه ګانو د سمون دسازمان رييس او مشرتابه هيئت  نن  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  له سرپرستې او نوماند وزيرې حسينې صافۍ سره  په کتنه کې  دزده کړې خاوندو  ځوانانو ته دکاري فرصتونو دبرابرولو غوښتنه وکړه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې کتنه کې  دافغانستان د نخبه ګانو دسمون دسازمان رييس  عبدالغفار وفا  ددغه سازمان  د فعاليتونو او پروګرامونو په باره کې  معلومات ورکړل او ويې ويل   چې دغه سازمان دنخبه ګانو  ديو موټي کولو ، ظرفيت جوړولو ، عامه پوهاوي او په فرهنګي  برخو کې ځوانانو ته  روزنيز سيمينارونه او ورکشاپونه  او ارزښتناک  پروګرامونه جوړوي .
دغه راز  ددغه سازمان  دمشرتابه هيئت  يوشمير غړو هم  په خپلو خبرو کې په دې ترڅ کې چې  داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره يې  خپل ملاتړ څرګند کړ خپلې غوښتنې او وړانديزونه يې  ددغه وزارت  له سرپرستې سره  طرحه کړل .
  دوى دغه راز  دځوانانو  په تيره بيا  دزده کړې خاوندو او غوره ځوانانو دلار ې پرسر  پرتو ستونزو ته اشاره وکړه او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  له سرپرستې څخه يې  وغوښتل  چې  دهلکانو او نجونو په ګډون  ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې ددې تر څنګ چې  دهېواد په ترقۍ  اوپرمختګ کې  دځوانانو رول ارزښتناک وباله  ، ويې ويل  چې غوره ځوانان دافغانستان دراتلونکي  جوړونکي دي او دهېواد ځوانانو او  نخبه ګانو ته يې  ددې وزارت   دپاملرنې  ډاډ ورکړ .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته