کابل باخترد جوزا دمياشتې ٧ :
دپنجشيرولايت دبازارک ځينې اوسيدونکي سرټکوي چې له شپږوکلونو را په دې خوا په دغه ولايت کې د بريښنا د يوې فابريکې د جوړولو کار په نامعلومو دلايلو ځنډول شوى دى.
دپنجشيرولايت د بريښنا آمر سيف الله غفوري باخترآژانس ته وويل :
د بريښنا دتوليد ددغې فابريکې د جوړولو قرارداد شپږکاله مخکې د انرژى او اوبو وزارت له خوا د رولمن په نامه له يوې روسي کمپنۍ سره لاسيلک شوى و چې له موجه دليل پرته دغې کمپنۍ له دوو مياشتو وروسته د دغې فابريکې دجوړولو کار وځنډاوه.
په همدې حال کې د سيمې يو تن اوسيدونکى محمدرجب عظيمي باخترآژانس ته وويل چې دغې روسي کمپنۍ لږ ترلږه ونه کړاى شول چې ددغې فابريکې لومړني کارونه هم بشپړکړي.
دغه راز د پنجشير ولايت د بريښنا آمر څرگنده کړه چې دپنجشيرولايت د بريښنا د آمريت دهلوځلو له امله په دې وروستيو وختوکې د انرژي او اوبو وزارت ددغې فابريکې دجوړولو دکار قرارداد دانپرګلوبل په نامه د اوکراين له يوې کمپنۍ سره لاسليک کړى دى .
د ده دڅرگندونوله مخې: دغه فابريکه به دڅلورو ميگاو واټو بريښنا دتوليد ظرفيت ولري او د اته زره کورنيو اړتيا به لرې کړي .
غفوري زياته کړه چې ددغې فابريکې دجوړولو لومړني کارونه ددغې کمپنۍ له خوا پيل شوي دي او دجوړولو کاربه يې په اتلسو مياشتو کې بشپړشي او د بازارک اوسيدونکي به له بريښنا څخه ګټه واخلي.
0 1 دقیقه لوستل