سیاست

د ډاډ ګيرنې پيغامونه

کابل باختر د کب اتلسمه :
يو شمېر جهادي، فرهنګي، سياسي او ټولنيزو شخصيتونو د هيواد يواځنى  مارشال او د جمهوري رياست د لومړي مرستيال محمد قسيم فهيم د مړينې له امله د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي، دکابينې غړو او د افغانستان ټول ملت ته د ډاډ ګيرنې مراتب څرګند کړي دي.
دباخترآژانس دخبر له مخې: په دغوپيغامونوکې مارشال محمدقسيم فهيم د افغانستان د خلکو د جهاد سنګروال او د هيواد د آزادۍ او خپلواکۍ علمبردار بلل شوى دى او د ده مړينه د افغانستان ملت ته ستره ضايعه بلل شوې ده.
دغو شخصيتونو دغه راز د افغانستان له ملت څخه غوښتي دي چې د هيواد د مجاهدينو او د آزادي غوښتوونکو درناوي وکړي، ځکه هغوى د افغانستان د خلکو د آرامۍ او نيکمرغۍ په خاطريوه شيبه هم غفلت نه دى کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته