ښوونه او روزنه

دپوهنې وزارت خبرتيا

کابل باختر دلړم اوولسمه :
دپوهنې وزارت خبرتيا
دپوهنې وزارت دتدريساتو دکميسيون دپريکړې له مخې  او دپوهنې له لايحې سره سم دهيواد دسړو سيمو دښوونځيو ټولو مسوولينو ، ښوونکو او زده کوونکو ته خبر ورکول کيږي چې دلومړنۍ دورې له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې دزده کوونکو کلنۍ ازموينې دروان کال دلړم دمياشتې په ٢٥ نيټه پيل او دهمدې مياشتې ترپايه پورې دوام کوي .
دغه راز دهيواد دسړو سيمو دښوونځيو دمنځنيو او ثانوي دورو له اووم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي  پورې دزده کوونکو کلنۍ ازموينې  دليندۍ دمياشتې  په لومړۍ نيټه پيل او دهمدې مياشتې تر پنځلسمې نيټې پورې دوام کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته