امنیت

په بادغيس کې دخپل ميړه په واسطه ديوې کوچنۍ ناوې ربړونه او وژنه .

کابل باختر د زمري اتمه :
په بادغيس ولايت کې يوه کوچنۍ ناوې دخپل بوډا  ميړه په واسطه له  ځورونې او ډبولو وروسته ووژل شوه .
  حاميه تيره شپه  دبادغيس ولايت په قادس ولسوالۍ کې دخپل ميړه په کور کې له ساعتونو ساعتونو ربړونې او ډبولو وروسته ووژل شوه .
حاميه يواځې يوولس کلنه وه او څه موده مخکې دخپلې کورنۍ له خوا په جبرې ډول له يوه بوډا  سړي سره نګاح شوې  وه
قاتل دخپلې کوچنۍ  ميرمنې له ربړونې  او وژنې وروسته تښتيدلى دى .
دبادغيس ولايت يوې امنيتي سرچينې باختراژانس  ته وويل چې امنيتي مامورانو ددغې کوچنۍ  ناوې دميړه دنيولو لپاره هڅې پيل کړي دي .
په همدې حال کې دبادغيس ولايت په يوه روغتيايي مرکز کې ډاکتران وايي چې دکوچنۍ حاميې  په بدن کې  شته اثار ښيي  چې هغې دځورونې او ربړونې  له امله سا ورکړې ده
حاميه په ښکاره  دخپلې غوښتنې  پرخلاف او دزياتو پيسو په بدل کې  دخپلې کورنۍ له خوا دغه بوډا  سړي ته نکاح  شوې وه .
  ددغې ميرمنې  او ميړه ګاونډيان وايي چې دغه بوډا  سړي خپله کوچنۍ ميرمن تل ځوروله او ډبوله .
دنجونو جبري په تيره بيا له قانوني عمر څخه ښکته ودونه  تل په افغانستان کې ددغه شان زړه بوږ نوونکو پيښو سبب شوي دي .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته