فرهنګ

د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک شو

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٩ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري نن د افغان -آسترلين د مشورتي تحقيقاتي دفتر له مسوول سره د همکارۍ تفاهم ليک          لاسليک کړ.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د دغه تفاهم ليک د لاسليک کولو په مراسموکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د دغه تفاهم ليک له مخې د مشورتي او تحقيقاتي  دفتر او د افغان _ آسترلين مديريت د هېواد په اوولسو ولايتونوکې اوولسو دولتي خپرونو ته اعلانونه برابروي او د خپرولو په مقصد يې سپاري او په مقابل کې د قانون له مخې پيسې ورکوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د خپرونو د پياوړتيا او ودې په لاره کې د خپرونو عوايد يو ارزښتناک ګام وباله او زياته يې کړه چې د رسنيو د عوايدو مهمه برخه اعلانونه تشکيلوي.
دغه راز د افغان _ آسترلين د مشورتي تحقيقاتي او مديريت د دفتر مسوول  ضيا وهاج وويل چې د تفاهم ليک د موادو له مخې عمل کوي او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره يې د دغه دفتر د زياتو همکاريو ډاډ ورکړ.
ده څرګنده کړه چې په راتلوونکي کال کې به دغه پروګرام د هېواد نورو ولايتونو ته زيات کړي او په راتلوونکي ګام کې به د پيسو په مقابل کې د اعلاناتو د برابرولو په برخه کې له صوتي رسنيو سره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته