امنیت

په دريم مکروريان کې يوه ښځه ووژل شوه

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٧

دکابل پوليس ديوې ميرمنې دوژنې دقضيي په باب چې تيره شپه په دريم مکروريان کې ووژل شوه تحقيق کوي.

دپوليسو يوخبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل پيښه تيرماښام رامنځته شوه.

ويل شوى دى  په اپارتمان  کې دډزو په بهيرکې يوه ميرمن وژل شوې ده او دوه تنه نور ټپيان شوي دي .

داسي ادعاګاني شته چي وسله وال غله دغه اپارتمان ته ننوتي وو. خوپوليس وايې  پيښه  دکورنۍ ستونزو زيږنده ده .

پوليسو څيړنې پيل کړي دي  اودکورنۍ له يوشمير غړو څخه پوښتنې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته